۲۴/۳/۱۴۴۵ – ۱۷/۷/۱۴۰۲
دغه ناسته چې د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې تر سره سوه پکې د عوایدو او ګمرکونو معینیت کفیل او دعوایدو لوی ریاست رئیس ښاغلي الحاج شیر محمد مشفق د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالولي نوري د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوی نداء محمد صدیقي د بررسۍ ریاست رئیس ښاغلي خان محمد ذاکر دمالیې وزارت د ګمرکونو رئیس مفتي عبدالمتین سعید او د خصوصي سکتور خونې استازو حضور درلود .
دا د خصوصي سکتور د مشکلاتو دحل کمیټې او عوایدو لوی ریاست رهبرۍ دوهمه ناسته وه چې پکې د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله له لورې په ۲۷ مواردو کې د رامنځته سوو اسانتیاوو په اړه وه چې په ځانګړې توګه پکې د یو کلني بررسۍ او یو لړ نورو مواردو باندې بحث وسو .