• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کې له ۱۳۴ تنو څخه د عوایدو ښوونکو پنځو بستونو له پاره آزموینه واخیستل سوه.

    15 میزان 1402
    ۲۲/۳/۱۴۴۵ – ۱۵/۷/۱۴۰۲
    دغه ازموینه چې د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍکې پر لاره اچول شوې وه پکې د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج، د حقوقي خدمتونو او عوایدو پالیسۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوی نداء محمد صدیقي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر ښاغلي سید احمد هائد، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر ښاغلي بلال احمد احدي او نورو همکارانو په حضور کې واخیستل سوه.
    دغې ازموینې له پاره ۲۳۴ تنو نوم لېکنه کړې وه چې له ډلې یې ۱۳۴ تنه د شرایط وړ ول.
    د آزموینې ګډونوالو د آزموینې له بهیر څخه رضایت وښود او دغه آزموینه یې کره او شفافه وبلله.