۱۷/۳/۱۴۴۵ – ۱۰/۷/۱۴۰۲
د عوایدو لوی ریاست اړوند د ولایتونو د عوایدو همغږۍ او پرختیا ریاست د ټولو ولایتونو ښاغلو مستوفیانو سره ځانګړي توګه د غیرمالیاتي عوایدو او د دوی د ستونزو او نظرونو اوریدو په تړاو د عوایدو او ګمرکونو د غونډو په تالار کې په آنلاین بڼه ناسته ترسره کړه.
دغه ناسته چې پکې د عوایدو لوی ریاست لوی رئیس ښاغلي الحاج شیرمحمد مشفق، د ولایتونو د عوایدو همغږۍ او پراختیا ریاست رئیس ښاغلي انجینر عبدالله حیدري او نورو همکارانو حضور درلود پکې د تېر کال په پرتله ۹۱ سلنه او د سږني کال لومړۍ ربعې په پرتله ۳۴ سلنه د عوایدو لوړوالي په اړه بحث وسو او همدارنګه ځینو ښاغلو مستوفیانو خپلې یو لړ ستونزې مخامخ د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شیرمحمد مشفق سره شریکې کړې.
د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شیرمحمد مشفق په خپلو خبرو کې له ښاغلو مستوفیانو څخه د مننې تر څنګ دوی ته یو لړ سپارښتنې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړي څو له ولس سره نېک چلند وکړي.