• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو د مرکزي ادارو استازو سره د غیرمالیاتي عوایدو په اړه ناسته وکړه

    3 میزان 1402
    ۰۳ تلې ۱۴۰۲ / ۱۰ ربیع الاول ۱۴۴۵
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو د مرکزي ادارو له استازو سره د غیرمالیاتي عوایدو په اړه د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې ناسته وکړه.
    په دغه ناسته کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالقاهر ادریس، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج، د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال ښاغلي مولوي حافظ شاه حسین حسیني، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس ښاغلي امان الله آمین، د مالیې وزارت د مالي پالیسۍ رئیس ښاغلي حسین الله احمدزي، د عوایدو لوی ریاست د پلان، تحقق او نظارت رئیس ښاغلي مولوي عبدالمجید ابو احمد سربېره د مرکزي ادارو استازو ګډون درلود.
    د ناستې په پیل کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالقاهر ادریس وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې له ټولو عایداتي ادارو څخه وغوښتل چې خپل عاید په کره او ښه ډول راټولول او د افغانستان اسلامي نظام ته یې وسپاري.
    د ناستې په دوام د عوایدو لوی ریاست د عوایدو پلان، تحقق او نظارت رئیس ښاغلي مولوي عبدالمجید ابو احمد د کانونو او پټرولیم وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ وزارت، کورنیو چارو وزارت، د افغانستان اوسپنۍ پټلۍ ادارې، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، بهرنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، معلوماتو او احصایې ملي ادارې، لوړو زده کړو وزارت، او د خوړو او درملو د تنظیم ملي ادارې عایداتي راپور وړاندې کړ.
    د غونډې په پای کې د عوایو لوی ریاست مسؤلینو له هغو ټولو ادارو څخه چې د عوایدو راټولولو په برخه کې له کسر سره مخ دي وغوښتل چې د عایداتو راټولولو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.