• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ۱۸ وزارتونو او امارتي ادارو سره د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د همغږۍ ناسته تر سره سوه

    3 میزان 1402
    ۲/۷/۱۴۰۲- ۹/۳/۱۴۴۵
    دغه ناسته چې د عوایدو لوی ریاست حمایوي معاون ښاغلي حافظ شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه پکې د عوایدو لوی ریاست د غیر مالیاتي عوایدو رئیس ښاغلي امان الله امین د پلان تحقیق او د عوایدو د نظارت رئیس ښاغلي مولوی عبدالمجید ابو احمد او د ۱۸ وزارتونو او امارتي ادارو استازو سره په سیستمونو کې د ارقامو د نظارت په هکله د همغږۍ ناسته تر سره سوه.
    د عوایدو لوی ریاست حمایوي معاون ښاغلي حافظ شاه حسین حسیني د سیستمونو په برخه کې د ټولو وزارتونو سره د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست همغږي ضروري وبلله او یاده يي کړه چې په دې سره به عواید پورته لاړ سي او په دغه برخه کې به شته ستونزې حل سي .
    د یادونې وړ ده چې په یاده برخه کې ټولو وزارتونو او امارتي ادارو خپل نظریات وړاندې کړل .