• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست له لورې د هېواد ۳۴ ولایتونو مستوفیتونو کارکوونکو ته د تخمینِ سنجش او د قانون پلي کیدو کړنلارې په اړه آنلاین سیمینار پیل سو

    29 سنبله 1402
    ۴-۳-۱۴۴۵ / ۲۸-۶-۱۴۰۲
    د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت په همغږۍ او ددغه ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست له لورې د شپږو کاري ورځو لپاره د هېواد ۳۴ ولایتونو د مستوفیتونو کارکوونکو له پاره د تخمیني سنجش او د قانون پلي کیدو کړنلارې په اړه آنلاین سیمینار پیل سو.
    د سیمینار په پیل کې د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي د یاد سیمینار ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې دغه سیمینارونه د اړتیاوو پر بنسټ جوړ سوي دي او تر هغو به دوام وکړي چې د کارکوونکو شته ستونزې حل سی.