• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغانستان مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ او ترکمنستان هېواد ترمنځ د مضاعف (دوه برابره) مالیې د مخنیوي په اړه آنلاین پېژند غونډه تر سره سوه

    28 سنبله 1402
    ۲۷/۰۶/۱۴۰۲ ل –۳/۰۳/۱۴۴۵
    دغه غونډه چې د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج، د دغه ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالولي نوري او د عوایدو د خدمتونو او پالیسۍ رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي پکې ګډون کړی و.
    د افغانستان او ترکمنستان هېواد ترمنځ د مضاعف(دوه برابره) مالیې ورکړې مخنیوي تړون په چوکاټ، مهمو ټکو، غوښتنو باندې بحث وسو او همدارنګه د افغانستان لخوا د ترکمنستان هېواد استازو ته د مضاعف (دوه برابره) مالیې د مخنیوي لپاره په حضوري ډول کابل ته د لومړنیو خبرو اترو لپاره دعوت ورکړل سو چې د مقابل لوري څخه ومنل سو.