۲۵/۰۶/۱۴۰۲ ل –۱/۰۳/۱۴۴۵
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس د خوست ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه چې په دغه لیدنه کې يې د یاد مستوفیت د کارکوونکو د ورځنیو فعالیتونو ارزونې ترڅنګ دوی ته د ولس سره په ښه چلند او پر وخت د کارونو په ترسره کولو سپارښتنه وکړه .