• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زده کړیالانو ته د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار ورکړل شو

    25 اسد 1402
    ۲۹ محرم ۱۴۴۵ سپوږميز/ ۲۵ زمری ۱۴۰۲ لمريز
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زده کړیالانو (محصلینو) ته د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي سیمینار جوړ او وړاندې شو.
    د سیمینار په پیل کې د کابل پوهنتون رئیس ډاکټر احسان الله بارکزي خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار گټور وباله او زیاته یې کړه چې د اقتصاد پوهنځي زده کړیالان باید د خپلو ورځنیو درسونو تر څنگ د مالیاتو په اړه هم مطالعه وکړي چې په راتلونکي کې ترې گټه پورته کړي.
    ورپسې د عوایدو لوی ریاست د استازيو له خوا د مالیاتو د عامه پوهاوي چمتو شوی سیمینار د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمريت د مالیاتي چارو کارپوه ښاغلي عبادالله درمان له لوري وړاندې شو او د دغه سیمینار په لړ کې یې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زده کړیالانو ته د مالیاتو، قوانینو، کړنلارو او لایحو په اړه معلومات وړاندې کړل او مالیه يې د هېواد اقتصادي پرمختگ لپاره اړینه وبلله.
    د سیمنیار په بلې برخې کې د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت د مالیاتي چارو کارپوه له خوا د مالیاتو په اړه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زده کړیالانو پوښتنې ځواب شوې.