• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مفتي کفایت الله د غزني ولایت نوي مستوفي وگومارل شو

    22 اسد 1402
    د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ځانگړي حکم پر بنسټ د غزني ولایت له پاره نوی مستوفي د غزني ولایت د والي الحاج حافظ محمد امین عمري او د ماليې وزارت د عوایدو لوی رئیس مولوي شېر محمد مشفق له خوا د دې ادارې کارکوونکيو ته وروپېژندل شو.
    د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امین عمري د خپلو خبرو په لومړیو کې د افغانستان اسلامي امارت په صف کې د یووالي او اطاعت په اړه خبرې وکړې او وروسته یې د خپلو خبرو په دوام مستوفیت خورا مهمه اداره یاده کړه، تغيیر او تبدیل يې په نظامونو کې یو اصل یاد کړ او د پخواني مستوفي الحاج مولوي ضیاء الحق عثمان هڅې او ترسره شوې کړنې یې د ستایلو وړ وبللې او نوي مستوفي ته یې د ښه خدمت کولو دعا وکړه.
    ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مولوي شېر محمد مشفق وویل چې مفتي کفایت الله د مالیې وزارت د حکم پر بنسټ د غزني ولایت نوی مستوفي ټاکل شوی او د مخکېني مستوفي الحاج مولوي ضیاء الحق عثمان څخه يې ځانگړې مننه وکړه چې ټولې چارې یې په ښه ډول مخ ته یووړې او نوي ټاکل شوي مستوفي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
    همدا راز پخواني مستوفي ښاغلي عثمان د غزني ولایت د مستوفيت له ټولو کارکوونکيو ځانگړې مننه وکړه او په خپلو خبرو کې يې د مستوفیت له ټولو کارکوونکيو څخه وغوښتل چې د ادارې د ټولو چارو د پرمختگ په برخې کې له نوي مستوفي سره بشپړه همکاري او همغږي ولري.
    په وروسته کې د غزني ولایت نوي مستوفي مفتي کفایت الله په خپلو خبرو کې مسؤلیت یو لوی امانت یاد کړ او د غزني مېشتو ولسونو ته یې په کارونو کې د پوره شفافیت او همکارۍ ډاډ ورکړ.
    د دغې پېژندغونډې پر مهال د یو شمېر ادارو مسؤلینو تر څنگ ملي سوداگرو هم گډون کړی ؤ.