• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ميدان وردگ، باميان او پروان ولايتونو د مستوفیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

    22 اسد 1402
    يکشنبه، ۲۲ زمری ۱۴۰۲ ل
    د مستوفیتونو د څارنې او ارزونې د سفرونو په لړ کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د ولايتي عوايدو د همغږۍ او پراختيا رئيس انجينر عبدالله حیدري، د عوايدو د سيسټم رئيس محمد جلال احمدزي او ورسره مله پلاوي د ميدان وردگ او باميان ولايتونو ته سفر وکړ.
    د دغو سفرونو موخې دا دي چې د مستوفیتونو د رسمي چارو د پړاوونو کتنه، ارزونه، د مالياتي قوانينو او طرزالعملونو په رڼا کې د سیسټم پلي کېدا، د سيسټمونو تدریس، د مرکز په څېر په ولايتونو کې د مالياتي پروسو او اسنادو د پړاوونو ورته والی او يو ډول جوړول (یکسان سازي) او همدا رنگه مالیه ورکوونکيو ته د لا زیاتو اسانتیاؤ برابرول، د روڼتیا په اړه د ډاډ تر لاسه کول او په دغو مستوفیتونو کې د شتو ستونزو حل متيقن کړل شي.
    مله پلاوي له پلان سره سم په جدا جدا ډول لومړی د ولایتونو د مستوفيانو په حضور کې د مستوفیتونو د مالي او عوایدو آمرينو او ټولو کارکوونکيو سره گډه ناسته ترسره کړه او هغوی ته يې د خپل سفر بنسټيزې موخې په واضح ډول تشرېح او توضېح کړې.
    په همدې ډول مله پلاوي د میدان وردګ ولایت د مستوفیت د تېرې ليدنې په ترڅ کې د ځينو ستونزو د حل او د چارو د ښه والي په موخه د اړوند مستوفيت آمرينو او د آي ټي مديرانو ته سپارښتنې کړې وې او دا چې هغه يې تطبيق کړې نه وې، نو د مله پلاوي له لوري ورته بيا سپارښتنه وشوه چې هغه تطبيق او اجراء کړي.
    د یادولو وړ ده چې تر دې وروسته به ورته ګډ پلاوي د نورو ولايتونو د مستوفيتونو د څارنې او ارزونې سفرونه ترتيب او ترسره کوي.