• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې له مسؤلینو سره ولیدل

    18 اسد 1402
    سه شنبه، ۱۷ زمری ۱۴۰۲ ل
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال مولوي حافظ شاه حسین حسیني د عوایدو لوی ریاست د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین او د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا ریاست کفیل نقیب الله آزاد په شتون کې د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې له مالي او حسابي رئیس ښاغلي بازي جان سنگین، د دغې ادارې د عوایدو لوی آمر ښاغلي عاطف الله مندوزي سره د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې ولیدل.
    په دغې ناستې کې د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې د عوایدو اوسني وضعیت، عوایدي فرصتونو لکه په بهر کې مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو وېش، د هېواد په کلیو او بانډو کې د برېښنایي پېژندپاڼو اسان وېش له پاره د زمینې برابرولو او د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې د ولایتي عوایدو د ستونزو د حل په موخه بحث او خبرې وشوې.
    د یادونې وړ ده چې د معلوماتو او احصائیې ملي ادارې عواید د تېر مالي کال په پرتله ۶۲ سلنه او د روان مالي کال د پلان له مخه تر اوسه ۴۹ سلنه زیات شوي دي.