• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د پنجشېر، کاپيسا او ميدان وردگ مستوفیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

    18 اسد 1402
    سه شنبه، ۲۱ محرم الحرام ۱۴۴۵ س
    د مستوفیتونو د څارنې او ارزونې د سفرونو په لړ کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د ولايتي عوايدو د همغږۍ او پراختيا رئيس انجينر عبدالله حیدري، د عوايدو د سيسټم رئيس محمد جلال احمدزي او ورسره مله پلاوي د پنجشېر، کاپيسا او ميدان وردگ ولايتونو ته سفر وکړ.
    د دغو سفرونو موخې دا دي چې د مستوفیتونو د رسمي چارو د پړاوونو کتنه، ارزونه، د مالياتي قوانينو او طرزالعملونو په رڼا کې د سیسټم پلي کېدا، د سيسټمونو تدریس، د مرکز په څېر په ولايتونو کې د مالياتي پروسو او اسنادو د پړاوونو ورته والی او يو ډول جوړول (یکسان سازي) او همدا رنگه مالیه ورکوونکيو ته د لا زیاتو اسانتیاؤ برابرول، د روڼتیا په اړه د ډاډ تر لاسه کول او په دغو مستوفیتونو کې د شتو ستونزو حل متيقن کړل شي.
    مله پلاوي له پلان سره سم په جدا جدا ډول لومړی د هر ولایت د مستوفي صاحب په حضور کی د مستوفیتونو د مالي او عوایدو آمرينو او ټولو کارکوونکيو سره گډه ناسته ترسره کړه او هغوی ته يې د خپل سفر بنسټيزې موخې په واضح ډول تشرېح او توضېح کړې.
    د یادولو وړ ده چې تر دې وروسته به ورته مله پلاوي د نورو ولايتونو د مستوفيتونو د څارنې او ارزونې سفرونه ترتيب او ترسره کړي.