• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    مولوي منصورالحق ذاکر د بلخ نوی مستوفي وټاکل شو

    18 اسد 1402
    سه شنبه، ۲۱ محرم الحرام ۱۴۴۵ س
    د افغانستان د مالیې وزارت د ځانگړي حکم پر بنسټ مولوي منصورالحق ذاکر د بلخ نوی مستوفي وټاکل شو چې د ماليې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق، د بلخ ولايت مرستيال والي حاجي مولوي نورالهادي ابو ادریس او د بلخ ولايت د بشري سرچينو او پراختیا رئیس مولوي بخت محمد مومنیار له لوري ددې ریاست ټولو آمرینو، مدیرانو، مامورینو او کارکوونکيو ته وروپېژندل شو چي د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رئیس مفتي نصیر احمد خالد، پخوانی مستوفي قاري عصمت الله سلیمي، یو شمېر سوداگرو او گڼ شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.
    په پيل کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق وویل چې مولوي منصورالحق ذاکر د مالیې وزارت د حکم پر بنسټ ټاکل شوی او په خپلو خبرو کې یې د مخکېني مستوفي قاري عصمت الله سلیمي څخه ځانگړې مننه وکړه چې ټولې چارې یې په ښه ډول مخ ته یووړې او نوي ټاکل شوي مستوفي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
    وروسته د بلخ مرستیال والي حاجي مولوي نورالهادي ابو ادریس د خپلو خبرو په لومړیو کې د افغانستان اسلامي امارت په صف کې د یووالي او اطاعت په اړه خبرې وکړې او وروسته یې د خپلو خبرو په دوام مستوفیت خورا مهمه اداره یاده کړه او د دې ادارې له ټولو آمرینو، مدیرانو، مامورینو او کارکوونکيو څخه یې وغوښتل چې خپله پوهه او مسلک شپه او ورځ پر کار واچوي او هېواد د نورو برخو تر څنگ د اقتصاد په برخې کې هم پياوړی کړي.
    د مرستیال والي تر څرگندونو وروسته نوي ټاکل شوي مستوفي مولوي منصورالحق ذاکر د مخکېني مستوفي څخه ځانگړې مننه وکړه او هم یې په خپلو خبرو کې د مستوفیت له ټولو آمرینو، مدیرانو، مامورینو او کارکوونکيو څخه وغوښتل چې د ادارې د ټولو چارو د پرمختگ په برخې کې ورسره بشپړه همکاري او همغږي ولري.
    په پای کې د بلخ ولایت د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مولوي بخت محمد مومنیار د نوي ټاکل شوي مستوفي د ټاکل کېدو حکم ولوست او وروسته ټولو هغه ته په چارو کې د بریالیتوب په موخه دعاوې وکړې.