• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال د هېواد مستوفیتونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته وکړه

    17 اسد 1402
    سه شنبه، ۱۷ زمری ۱۴۰۲ ل
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال مولوي حافظ شاه حسین حسیني د عوایدو د پالیسۍ او حقوقي خدمتونو رئیس مولوي نداء محمد صدیقي او د ولایتي عوایدو پراختیا او همغږۍ کفیل رئيس نقیب الله آزاد په شتون کې د هېواد د مستوفیتونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته وکړه.
    په دغې ناستې کې د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال د تېر کال په پرتله د مستوفیتونو عوایدو د ۵۰ سلنه ښه‌والي په برخې کې د هېواد د مستوفیتونو د کړنو قدرداني وکړه او دا یې د یادې ادارې کارکوونکیو اخلاص بیان کړ او پر دوام يې د خپلې خوښې اظهارلیکونو د وړاندې کولو پر بنسټ د هوټلونو او د ودونو د تالارونو د مالیو راټولولو، د مالیه ورکوونکیو د قناعت د تر لاسه کولو او د مالیاتو راټولولو په برخې کې له مالیه ورکوونکیو سره د نېک چلند په اړه بحث وشو او سپارښتنه وشوه چې د مسؤلینو له خوا دې مالیات په عالمانه او کره ډول سنجش او وټاکل شي چې نه د مالیه ورکوونکي او نه هم د مالیاتي ادارې حق ضایع شي.
    ورپسې د عوایدو د پالیسۍ او حقوقي خدمتونو رئیس د هوټلونو او د ودونو د تالارونو د مالیې ورکړې کړنلاړه (طرزالعمل) وړاندې کړه.
    د ناستې په پای کې د هېواد د مستوفیتونو مسؤلینو د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ له ملاتړ څخه پر مننې سربېره د پورتنيو ذکر شویو لارښوونو د ترسره کولو له پاره چمتوالی وښود.