• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د گمرکونو او عوایدو معین د صنعت او سوداگرۍ وزارت له معین سره وکتل

    16 اسد 1402
    دوشنبه، ۱۶ زمری ۱۴۰۲ ل
    د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین ښاغلي الحاج ملا عبدالقاهر ادریس د عوایدو لوی ریاست کفیل او حمائیوي مرستیال ښاغلي مولوي حافظ شاه حسین حسیني، د غیرمالیاتي عواید رئیس ښاغلي امین الله امین او د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا ریاست کفیل ښاغلي نقیب الله آزاد په شتون کې د صنعت او سوداگرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال، د صنعت او سوداگرۍ وزارت مالي او اداري لوی رئیس ښاغلي محمد هاشم عمري، د صادراتي چارو رئیس ښاغلي احسان الله فطرت او د دغه وزارت مالي او حسابي رئیس ښاغلي طفیل احمد بصیري سره د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې ولیدل.
    په دغې ناستې کې د عوایدي موخو پر وضعیت، عایداتي فرصتونو او د صنعت او سوداگرۍ وزارت د عوایدو د ښه‌والي په برخې کې د شتو ستونزو په اړه بحث او خبرې وشوې.