• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د گمرکونو او عوایدو معین او د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د پانګونې او سوداگرۍ، کانونو او صنایعو او کسبگرو خونو له استازيو سره وکتل

    12 اسد 1402
    پنجشنبه، ۱۲ زمری ۱۴۰۲ ل
    د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین الحاج مولوي عبدالقادر ادریس، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالولي نوري، د عوایدو د پالیسۍ او حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي او د گمرکونو او عوایدو لويو ریاستونو نورو مسؤلینو په حضور کې د پانگونې او سوداگرۍ خونې، د کانونو او صنایعو خونې او د هېواد یو شمېر هټیوالو د رهبرۍ پلاوي له غړيو سره د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
    په دغې ناستې کې د خصوصي سکټور د ستونزو د حل گډې کمېټې لارښود په اړه بحث او خبرې وشوې.
    د خصوصي سکټور د ستونزو د حل گډه کمېټه د امیرالمؤمین حفظ الله د حکم پر بنسټ د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معینیت له خوا د پانگوالو او متشبثینو له پاره د اسانتیاؤ رامنځ ته کولو په موخه رامنځ ته شوې ده.