• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین او د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له اداري او مالي معین سره وکتل

    11 اسد 1402
    سه شنبه، ۱۰ زمری ۱۴۰۲ ل
    د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین الحاج مولوي عبدالقادر ادریس د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین او د عوایدو لوی ریاست یو شمېر مسؤلینو په حضور کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له اداري او مالي معین حافظ انجنیر صدیق الله عابد او د دغه وزارت د عوایدو د تنظیم رئیس عظیم الله کامران سره د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
    په دغې ناستې کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د راټولو شویو عوایدو، عایداتي فرصتونو او د عوایدو د ښه‌والي په برخې کې د شتو ستونزو په موخه بحث او خبرې وکړې.
    د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین د امارتي ادارو د عوایدو د وضعیت د ښه‌والي له پاره د لا زیاتو اسانتیاؤ برابرولو په برخې کې د همکارۍ ډاډ څرگند کړ.