• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست له لوري د مالیاتي محاسبینو د اوومې دورې ازموینه واخيستل شوه

    9 اسد 1402
    ۹ زمری ۱۴۰۲ ل/ ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۵ س
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د عوايدو د پاليسۍ او حقوقي خدمتونو ریاست له لوري د گمرکاتو او مالياتو ملي آکاډمۍ کې د عوايدو د پاليسۍ او حقوقي خدمتونو ریاست رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدقي او نورو مسؤلینو په شتون کې له شا و خوا دوو سوو تنو څخه ازموینه واخیستل شوه.
    په عمومي ډول له ټول افغانستان څخه د دغې ازموينې له پاره شپږ سوه او نهه دېرشو (۶۳۹) کسانو نومليکنه کړې وه چې له هغې ډلې څخه (۳۵۲) تنه یې په کابل کې وو او همدا راز د دغې دورې د ازموینې په پايلې کې به برياليو گډونوالو ته د مالیاتي محاسب د فعالیت سند ورکول کېږي.
    د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د مالياتي محاسبينو شپږ دورې ازموينې اخيستل شوې دي او په پام کې ده چې د نورو دورو له پاره به هم ازموينې ترتيب او واخيستل شي.