• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د وزارتونو او دولتي ادارو له استازيو سره د غیرمالیاتي عوایدو په اړه ناسته وکړه

    3 اسد 1402
    ۳ زمری ۱۴۰۲ لمريز/ ۷ محرم الحرام ۱۴۴۵ سپوږميز
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی رياست رهبرۍ چې په سر کې يې د دغه رياست رئیس او د گمرکونو او عوايدو معينيت کفيل الحاج شېر محمد مشفق ؤ او د ناستې مشري یې کوله، د یو شمېر وزارتونو او دولتي ادارو له استازيو سره یې د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعې د غیرمالیاتي عوایدو راپور په اړه هراړخيز بحث او خبرې وکړې.
    د ناستې په پیل کې د گمرکونو او عوايدو معينيت کفيل او د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شېر محمد مشفق په خپلې وینا کې عواید د نظام د پایښت له پاره مهم اصل یاد کړ او له ټولو دولتي ادارو څخه یې وغوښتل چې د نظام د بقا او ټينگښت له پاره د عوایدو راټولولو په برخې کې پوره هڅه وکړي او دغه امانت دې په ښه ډول سره راغونډ شي.
    د غونډې پر دوام د عوایدو لوی ریاست د عوایدو د پلان د قطعیې آمر ښاغلي نصرالله پویا له خوا د پورتنيو ذکر شویو وزارتونو او دولتي ادارو د غیرمالیاتي عوایدو څلور میاشتنی راپور وړاندې شو او پر شتو ستونزو باندې هراړخيز بحث او خبرې وشوې.
    د ناستې په پای کې د عوایدو لوی ریاست د مسؤلینو له خوا د هېواد د غیرمالیاتي عوایدو کسر ته اشاره وشوه او ټینگار پر دې وشو چې اړوند وزارتونه او ادارې باید خپل مسؤلیت په ښه ډول سره ادا‌ء کړي.
    د يادونې وړ ده چې په دې ناستې کې د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال ښاغلي مولوي حافظ شاه حسین، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس ښاغلي امان الله امین، د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا رئیس ښاغلي انجینیر عبدالله حیدري او د ماليې وزارت پر نورو منسوبينو سربېره د کانونو او پټرولیم وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د معلوماتو او احصائیې ملي ادارې، د لوړو زده کړو وزارت او د خوړو او درملو ملي ادارې استازيو گډون کړی ؤ.