• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست رهبرۍ د ۷۷ رغاونيز ترکي شرکت له استازيو سره ناسته ترسره کړه

    31 سرطان 1402
    ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۲ لمريز/ ۲ محرم الحرام ۱۴۴۵ سپوږميز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست رهبرۍ چې په سر کې يې د دغه رياست لوی رئيس ښاغلی الحاج شېر محمد مشفق قرار درلود، د ۷۷ رغاونيز ترکي شرکت له استازيو چې په سر کې يې د دغه شرکت هېوادنی مشر ښاغلی حسين آوني بوتسالي قرار درلود، د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه جوړه او ترسره کړه.
    د غونډې په پيل کې ښاغلي بوتسالي د غونډې د ترتيب له امله خوښي او مننه څرگنده کړه او ويې ويل: موږ د امام ابوحنيفه رح ملي او نړيوال نندارتون مرکز د دوو جوړو شويو نندارتونو په ترتيب او تنظيم کې عملي ونډه واخيسته او دا مو نړۍ ته وښوده چې دلته بشپړ امنيت دی، هيڅ ډول وېره نه شته او هر څوک په ډاډه زړه کولی شي چې اوسمهال په افغانستان کې پانگونه وکړي او عملاً پروژې تطبيق کړي.
    ښاغلي بوتسالي زياته کړه: دلته ټوله نړۍ راغلې وه، خو وتښتېده او هغوی چې د دې هېواد بچيان هم وو، نو چې وتښتېدل، نو پانگې يې هم له هېواد څخه وويستې، خو موږ دلته وو، دلته يو او بيا به هم ان‌شاءالله چې دلته يو؛ دلته به عملي پروژې پيلوو، د نورو پانگوالو پام به هم دلته رااړوو او موږ غواړو چې د افغان – ترک سوداگرو ټولنې په وسيله دوه اړخيزې اړيکې پياوړې کړو او دا چې ترکيې ته د اروپا دروازه ويل کېږي، نو د افغان سوداگرو له پاره زيات ارزښت لري چې له دې لارې خپل توليدات او محصولات د اروپا بازارونو ته ولېږدوي.
    ورپسې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي الحاج شېر محمد مشفق په پيل کې د ۷۷ رغاونيز ترکي شرکت راغليو استازيو ته هرکلی ووايه او په خپلو خبرو کې يې وويل: د الهي ج د فرمودې او خيرالبشر ص د لارښوونو په رڼا کې موږ نه يوازې پر ترکيې، بلکې پر ټولې اسلامي نړۍ دا حق لرو، دغه اسلامي نظام چې د سپېڅليو شهيدانو، مجاهدينو او غازيانو په مقدسو وينو او کوښښونو سره په افغانستان کې رامينځته شوی دی، په ټينگښت او آبادۍ کې يې له موږ سره اوږه پر اوږه کار وکړي چې د ترکيې هېواد غوندې يو آباد او مرفه هېواد ولرو.
    ښاغلي مشفق زياته کړه: موږ له ترکيې هېواد سره هراړخيزې تاريخي، فرهنگي او سوداگريزې اړيکې لرو چې له يو او بل سره د اسلامي اخوت په تار تړلي او نه بېلېدونکي يو او موږ تاسې ته ډاډ درکوو چې په خپل کاري چاپېريال کې د هر ډول مرستې او همکارۍ له پاره چمتو يو.
    د يادونې وړ ده چې د دغې غونډې پر مهال د عوايدو لوی رياست اړوند عملياتي مرستيال ښاغلی معراج محمد معراج، د حقوقي خدمتونو رئيس ښاغلی نداء محمد صديقي او د افغان – ترک سوداگرو ټولنې مرستيال ښاغلی صمد آزترک، په افغانستان کې د ۷۷ رغاونيز ترکي شرکت مشر براق اونسال او نور ښاغلي هم حاضر وو.