• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئیس د امام ابوحنیفه (رح) د دويم ملي او نړیوال نندارتون ليدنه ترسره کړه

    29 سرطان 1402
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شېر محمد مشفق چې د دغه ریاست عملیاتي مرستيال ښاغلي معراج محمد معراج او د حقوقی خدمتونو رئیس ښاغلي مولوي نداء محمد صدیقي يې هم ملتيا کوله، د امام ابوحنیفه (رح) د دویم ملي او نړیوال نندارتون ليدنه ترسره کړه چې په کې يې د بېلابېلو سکټورونو د سوداگرو، کسبگرو او هټيوالو د مالیاتو اړوند نظريات او ستونزې واورېدې او د حل په موخه يې دوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
    د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت تر فتحې وروسته دا څووم ځل دی چې داسې ستر نندارتونونه جوړ او ترسره کېږي.