یکشنبه، ۱۸ چنگاښ ۱۴۰۲ لمريز
دغه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ د عوایدو لوی ریاست دوه څلوېښتو نويو گومارل شويو کارکوونکيو ته د اداري چار چلندونو په اړه د بشري سرچینو مدیریت له خوا د گمرکونو او عوایدو معینیت د گمرکاتو او مالياتو په ملي آکاډمۍ کې جوړ او پیل شو.
د ورکشاپ تنظيموونکيو مسؤلینو په پیل کې د عوایدو لوی ریاست نویو گومارل شویو کارکوونکیو ته د مالیې وزارت او د گمرکونو او عوايدو معینیت د مخینې، دندو، مسؤلیتونو او صلاحیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د مالیې وزارت په ټوله کې د هېواد په مالي او اقتصادي برخو کې د پر ځان بسياینې له پاره عواید راټول او د ځانگړې ستراتېژۍ له مخه یې مصرفوي.
د مالیې وزارت پر تشکیل او پالیسۍ سربېره نویو گمارل شویو کارکوونکیو ته د اداري چار چلندونو په اړوند هراړخیز معلومات وړاندې شول او له کارکوونکیو څخه وغوښتل شول چې په ورځینو اداري چارو کې له مراجعینو سره نېک چلند وکړي.