۳ چنگاښ ۱۴۰۲ لمريز/ ۵ ذوالحجه ۱۴۴۴ سپوږميز
د ماليې وزات د عوایدو لوی ریاست اړوند د ولایتي عوایدو د پراختیا او همغږۍ رئیس ښاغلي انجينر عبدالله حيدري او د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين د اقتصادي کمیسیون د لسمې گڼې مصوبې د دویم بند د تطبيق په موخه د هرات، فراه، غزني، پکتيکا، پکتيا، جوزجان، لغمان او لوگر ولایتونو د مستوفیتونو له مسؤلینو سره ناسته پرليکه غونډه وکړه.
دغه پرليکه غونډه چې د زوم کال له لارې ترسره شوه، په کې د اقتصادي کمیسیون د لسمې گڼې مصوبې دویم بند چې له مخه یې د مالیې وزارت په مشرۍ د صنعت او سوداگرۍ وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او د خوړو او درملو ملي ادارې گډه کمېټه رامنځ ته شوې، په ځینو ولایتونو کې د مالگې د فابریکو د تولید، ظرفیت او کیفیت ارزونه ترسره شي.
د عوایدو لوی ریاست مسؤلینو د پرليکې غونډې له گډونوالو څخه وغوښتل چې په خپلو ولایتونو کې د مالگې د تولید د فابریکو او کارخونو مؤثریت او مثمریت په ډاگه کړي او د ارزونې له پاره یې باید گټور او اړین گامونه پورته شي.
د يادونې وړ ده چې په همدې تړاو به د هېواد د ولايتونو د مستوفيتونو سره هم پرليکې غونډې جوړې او ترسره شي.