چارشنبه، ۳۱ غبرگولی ۱۴۰۲ لمريز/ ۱ ذيالحجه ۱۴۴۴ سپوږميز
دغه ناسته چې د صنعت او سوداگرۍ وزارت په مقر کې ترسره شوه، د ماليې وزارت اړوند د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستيال ښاغلي معراج محمد معراج، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري، د عوايدو د سیسټم رئیس ښاغلي محمد جلال احمدزي، د غیرمالیاتي عوايدو رئیس ښاغلي امان الله امین او د صنعت او سوداگرۍ وزارت اړوند د نړيوالې سوداگرۍ لوی رئیس محمد زبیر دین پرور او ورسره مسؤلینو يې شتون درلود، پر یو لړ مسایلو باندې هراړخيز بحث وکړ.
هغه مسايل چې بحث ورباندې ترسره شو، له هغو جملې څخه د سیسټمونو تړل او د سيسټمونو د معلوماتو سوچهوالی (Data Clean-Up) د گزارش، د صنعتي پارکونو د پیسو انتقال په اړه عملي پلان او د مشرتابه مقام عالي القدر اميرالمؤمنين حفظه الله د ۲۳/ ۱۰/ ۱۴۴۴ نېټې د (۳۷۵۸) گڼه حکم د تطبیق میکانېزم په اړه د گزارش وړاندې کول يادولی شو.
د یادونې وړ ده چې د راتلونکې دوشنبې پر ورځ مراجعینو ته د لا اسانتیا له پاره د سیسټم په برخې کې د یو لړ عملي چارو د پیل ژمنه وشوه.