سه شنبه، ۳۰ غبرگولی ۱۴۰۲ لمريز
د مالیې وزارت د عوایدو او گمرکونو معینیت کفیل او د عوايدو لوی رئيس الحاج شېر محمد مشفق د صکوکو مطبعې دولتي شرکت او ضرابخونې له مدیره هيئت سره د معینیت د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه.
په دغې ناستې کې لومړی د صکوکو مطبعې دولتي شرکت د ۱۴۰۲ مالي کال پلان وړاندې شو، ورپسې د صکوکو مطبعې دولتي شرکت او ضرابخونې مسؤلینو د گمرکونو او عوایدو معینیت له کفیل سره د ۱۴۰۲ مالي کال د اداري جوړښت، د رغاونيز تدارکاتي پلان، د اومه توکيو د پېر، د کارکوونکيو د گومارنو د ټاکنو او د سوداگريز پلان د برخو کې موارد شريک کړل او د دې شرکت د چارو د لا ښهوالي په موخه د گمرکونو او عوايدو معینیت کفیل اړوندو ادارو ته اړينې لارښوونې وکړې.