• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال د پېژندنې گڼې د مرکزي دفتر ليدنه ترسره کړه

    28 جوزا 1402
    ۲۹ ذي‌القعده ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۲۸ غبرگولی ۱۴۰۲ لمريز
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمائیوي مرستیال مولوي حافظ شاه حسین حسیني چې د دغه ریاست اړوند د عوايدو د سیسټم رئیس محمد جلال احمدزي هم ملتيا کوله، د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼې (TIN) د مرکزي دفتر ليدنه ترسره کړه.
    په دغې ليدنې کې د یادې ادارې د کارکوونکيو ستونزې واورېدل شوې او د حل ډاډ ورکړل شو او همدا رنگه د مراجعینو نظریات هم واورېدل شول چې په کې تر ډېره مراجعین د یادې ادارې له کړنو څخه خوښ وو.
    د عوایدو لوی رياست حمائیوي مرستیال د دغې ادارې کارکوونکيو ته له مراجعینو سره د نېک چار چلن د ترسره کولو سپارښتنه وکړه.