پنجشنبه، ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۲ لمريز
د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين مولوي عبدالقاهر ادريس تر رياست لاندې او د عوايدو لوی رئيس الحاج شېر محمد مشفق، د دغه رياست د اړوند د عملياتي مرستيال معراج محمد معراج، د تخنيکي مرستيال عبدالولي نوري، حمائيوي مرستيال مولوي حافظ شاه حسين حسيني، د ولايتي عوايدو د پراختيا او همغږۍ رئيس انجينر عبدالله حيدري، د غيرمالياتي عوايدو رئيس امان الله امين، د حقوقي خدمتونو رئيس نداء محمد صديقي، د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رئيس عبدالقيوم نصير، د عوايدو رئيس انجينر خان محمد ذاکر، د عوايدو د سيسټم رئيس محمد جلال احمدزي او د پلان، څارنې او ارزونې رئيس عبدالمجيد ابواحمد په گډون کولو د ولايتونو له مستوفيانو او د عوايدو آمرينو سره په آنلاين بڼه غونډه جوړه او ترسره شوه.
د دغې غونډې تر څنگ د کوچنيو ماليه ورکوونکيو پخوانی رئيس انجينر عبدالله حيدري د مستوفيتونو مسؤلينو ته د ولايتي عوايدو د پراختيا او همغږۍ نوی رئيس وروپېژندل شو.
د گمرکونو او عوايدو معين او د عوايدو لوی رياست رهبرۍ د محمدي (ص) د شريعت د ارشاداتو پر بنسټ د مسؤلينو پر ترسراوي او امانتدارۍ باندې ټينگار وکړ او همدا راز په ولايتونو کې د عوايدي کچې د غوره والي په برخې کې د مستوفيانو او د ولايتي عوايدو د نورو مسؤلينو نظرونه او وړانديزونه هم په دې غونډې کې واورېدل شول.