• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس د عينک د مسو کان د چينايي قراردادي شرکت له مسؤلينو سره وليدل

    23 جوزا 1402
    ۲۳ غبرگولی ۱۴۰۲ لمريز
    د عوايدو لوی رئيس الحاج شېر محمد مشفق د عوايدو لوی رياست د مرستيالانو او رئيسانو په حضور په خپل کاري دفتر کې د عينک د مسو کان د چينايي قراردادي شرکت (MCC-MJAM) له مسؤلينو سره وليدل.
    په دغې ليدنې کې د دغه شرکت مسؤلينو د خپلو مالياتي چارو په برخې کې د لا زياتو اسانتياؤ د چمتووالي په اړوند غوښتنه وکړه. د دوی په ځواب کې د عوايدو لوی رياست رهبرۍ د قانون او انصاف په رڼا او د هېواد د آبادۍ په برخې کې د پانگوالو د مالياتي چارو د چارو د اسانتياؤ له پاره د چمتووالي په برخې څرگندونې وکړې.