• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    په مالیاتي اصولو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د رامينځ ته شويو اسانتياؤ د تطبیق د میکانېزم خبرتيا

    د معاشاتو او تشکیلاتو کميسیون د مالیاتو د را ټولولو د اصولو د څېړنې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې د ۲۵ نېټې د (۳۰۲۹) گڼې حکم د تطبیق له پاره د مشرتابه دفتر د استازي مولوي احمد جان بلال، د صنعت او سوداگرۍ وزارت سرپرست حاجي نورالدین عزیزي او د اقتصادي کميسیون د استازي په گډون، د مالیې وزارت د مرستیال او اړوندو ریاستونو مسؤلینو او د خصوصي سکټور (د سوداگرۍ، صنعت او کانونو، کرهڼې، کسبگرو او د غاليو د صنعت د خونو) استازيو سره په خپلو کې گڼې ناستې ترسره کړې.
    د تفصیلي بحثونو او د ټولو اړخونو د نظریاتو او ستونزو تر اورېدلو وروسته د هېواد اوسني اقتصادي وضعیت ته په پام سره دغه گډ پلاوي د بېلابېلو موضوعاتو په اړوند خپل متفق نظر د مشرتابه عالي مقام ته وړاندې کړ چې له نېکه مرغه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال المکرم مياشتې د ۲۳ نېټې د (۳۷۵۸) گڼه حکم له مخه د ټولو وړانديز شويو موضوعاتو په اړوند متفق نظر کټ مټ منظور شوی دی.
    په لاندېني لېنک کې چې سرليک يې (په مالياتي اصولو کې د رامينځ ته شويو اسانتياؤ د تطبيق ميکانېزم) د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري د اړوندو موضوعاتو تشرېح او د تطبیق میکانېزم ترتيب شوی چې تاسې يې ښکته او مطالعه کولی شئ او ټولې مالياتي ادارې پر پلي کولو باندې مکلفې گرځول شوې دي چې د مشرتابه عالي مقام له لوري په مالياتي اصولو کې رامينځ ته شوې اسانتياوې دې د دې ميکانېزم په رڼا کې پلې شي.