۱۸ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۷غبرگولی ۱۴۰۲ لمريز
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د کابل ولایت اوولسمې مالیاتي حوزې (د خیرخانې مېینې سره کوتل) سیمې هټيوالو او کسبگرو (اصنافو) ته د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي سیمینار جوړ او وړاندې شو.
د سیمینار پیل کې د اوولسمې مالیاتي مدیر ښاغلي عبدالرشید همت خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې مالیه ورکوونکیو ته ډاډ ورکړ چې د مالیاتو په برخې کې به د دوی ستونزې حل او پر وخت به ورته رسېدنه وکړي.
نوموړي له مالیه ورکوونکیو څخه وغوښتل چې خپل مالیات پر خپل وخت ورکړي چې په راتلونکي کې له کوم خنډ او ستونزو سره مخ نه شي او زیاته يې کړه چې د مالیې وزارت رهبرۍ هڅه کوي چې مالیه ورکوونکیو او کسبگرو ته د قانون په رڼا کې لا اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
ورپسې د عوایدو لوی ریاست د استازيو له خوا د مالیاتو د عامه پوهاوي چمتو شوی سیمینار د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمريت د مالیاتي چارو کارپوه ښاغلي عبادالله درمان له لوري وړاندې شو او له مالیه ورکوونکیو څخه یې وغوښتل چې د هېواد اقتصادي پرمختگ له پاره دې مالیه پر خپل وخت ورکړي.
ښاغلي درمان په خپلو خبرو کې وویل چې د عوایدو لوی ریاست د هټيوالو (اصنافو) مالیه له یوې نیمې سلنې څخه نیمې سلنې ته راکښته کړې او د ستونزو د حل په موخه یې مالیه ورکوونکو ته د معلومات وړاندې کولو له پاره (۱۰۰۰) معلوماتي او د شکایتونو اورېدو شمېره فعاله کړې چې مالیه ورکوونکي هر وخت ورسره په اړیکه کې کېدلی شي.
د سیمنیار په بلې برخې کې د کابل اوولسمې مالیاتي حوزې کسبگرو له خوا پوښتنې او ستونزې شریکې شوې او د مالیې وزارت څخه د مالیاتو په برخې کې د شتو ستونزو د حل غوښتونکي شول.