۱۶ ذوالقعده الحرام ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲ لمريز
د سیمینار پیل کې د ده سبز ولسوالۍ مالیاتي مدیر ښاغلي عبدالحسیب ذاهد خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې مالیه ورکوونکیو ته ډاډ ورکړ چې د مالیاتو په برخه کې به د دوی ستونزې حل او پر وخت به ورته رسیدنه وکړي. نوموړي له مالیه ورکوونکیو څخه وغوښتل چې خپل مالیات پر خپل وخت ورکړي څو په راتلونکي کې له کوم خنډ او ستونزو سره مخ نه شي او زیاته کړه د مالیې وزارت رهبرۍ هڅه کوي چې مالیه ورکوونکیو او کسبګرو ته د قانون په رڼا کې لا اسانتیاوې رامنځته کړي.
ورپسې د عوایدو لوی ریاست د استازيو له خوا د مالیاتو د عامه پوهاوي چمتو شوی سیمینار د یاد ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمريت د مالیاتي چارو کارپوه ښاغلي عبادالله درمان له لوري وړاندې شو او له مالیه ورکوونکیو څخه یې وغوښتل چې د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره دې مالیه پر خپل وخت ورکړي.
د سیمنیار په بله برخه کې د کابل ده سبز ولسوالۍ کسبګرو له خوا پوښتنې او ستونزې شریکې شوې او له مالیې وزارت څخه د مالیاتو په برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنکي شول.
د مالیاتو اړوند عامه پوهاوي له یاد سیمینار وروسته د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کارکوونکیو د کابل ده سبز ولسوالۍ یو شمېر نورو هټیو څخه له نږدې لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې یې واوریدې او د حل په موخه یې ډاډ څرګند کړ.