• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د نیمروز مستوفیت ته د ولايتي عوايدو د پراختيا او همغږۍ د رئیس سفر

    15 جوزا 1402
    ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۲ لمريز
    د عوايدو لوی رياست اړوند د ولايتي عوايدو د پراختيا او همغږۍ رئيس ښاغلي مولوي حافظ شاه حسين حسيني د نيمروز مستوفیت د ستونزو د حل له پاره سفر وکړ.
    ښاغلي حسیني د نیمروز د مستوفي ښاغلي مولوي ضیاء الدین ضیاء او ورسره مله پلاوي د نیمروز د استخباراتو رئیس، د کرنې او اوبلگونې رئیس، د نورم سټنډرډ د ملي ادارې ولايتي مدیر، د ټرانسپورټ رئيس، د احصائیې مدیر، د نيمروز ولایت کفیل والي او نورو ښاغليو سره وکتل او ټولو محترمو ریاستونو او د ولايت ښاغلي کفیل والي د هر ډول همکارۍ ډاډ او اطمينان ورکړ.
    ښاغلي حسيني د مستوفیت اړوند د ټولو چارو لیدنه ترسره کړه او پر ټولو موجودو ستونزو خبرې اترې وشوې او حتی الامکان د حل لارې ورته پیدا کړل شوې؛ د مستوفیت ځينو کارکوونکيو او ځينو ادارو رئیسانو ته د ښو کارونو د ترسره کولو په موخه ستاینلیکونه ورکړل شول.
    د ولايتي عوايدو د پراختيا او همغږۍ رئیس اصلاحي خبرې وکړې او زیاته یی کړه: که چېرې زموږ نیت د الله جل جلاله رضا وي او په صدق او اخلاص سره کار وکړو، موږ به تل په چارو کې بریالي اوسو.
    نوموړي زیاته کړه: دا چې افغانستان زموږ او ستاسو گډ کور دی او اسلامي نظام په کې حاکم دی، نو په گډه به خپل ځورېدلي ولس ته کار کوو.
    د يادونې وړ ده چې د ولايتي عوايدو د پراختيا او همغږۍ رئیس تر دې وړاندې نورو ولايتونو ته هم ورته کاري سفرونه ترسره کړي دي او دا لړۍ به لا پسې غځېږي.