• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس د ټرانسپورټي شرکتونو له استازیو سره وليدل

    2 جوزا 1402
    ۱ غبرگولی ۱۴۰۲/ ۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۴
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي نداء محمد صدیقي د هېواد د ټولو ولایتونو د ټرانسپورټي شرکتونو له استازیو سره د عوایدو لوی ریاست د مقام په کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.
    د ټرانسپورټي شرکتونو استازیو د ټرانسپورټي مالیاتو په برخې کې خپلې ستونزې شریکې کړې او د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ څخه یې وغوښتل چې د شتو ستونزو د حل په برخې کې ورسره همکاري وکړي او زیاته یې کړه چې د عوایدو د راټولولو او د لېږد وسیلو (موټرونو) د تخنیکي معایناتو په برخې کې دې ورته اسانتیاوې ايجاد او ورکړل شي.
    د ټرانسپورټي شرکتونو استازیو وړاندیز وکړ چې د لېږد وسیلو(موټرونو) جواز سیر دې ورته د موټرونو له معاینې سره سم ورکړل شي او د موټرونو ماډل پر بنسټ دې ورڅخه مالیه واخیستل شي.
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي نداء محمد صدیقي په خپلو خبرو کې د ټرانسپورټي شرکتونو استازیو ته د قانون له لارې شتو ستونزو ته د حل په برخې کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره د مالیه ورکوونکیو حقوق خوندي دي او هڅه کوي چې د مالیاتو په برخې کې مالیه ورکوونکیو ته لا اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
    پر دې سربېره ډاډ ورکړل شو چې د شفافیت په پار د عوایدو لوی ریاست له مالیه ورکوونکیو څخه مالیه په فزیکي ډول نه، بلکې د سیسټم له لارې تر لاسه کوي.
    د يادونې وړ ده چې په نږدېيو وروستيو کې د مشرتابه عالي مقام له لوري ماليه ورکوونکيو ته ډېرې اسانتياوې اعلان او ورکړل شوې دي.