• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابل د فرزې ولسوالۍ د کليو ملکانو او اصنافو ته د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي سیمینار جوړ او وړاندې شو

    14 ثور 1402
    ۱۴ شوال المکرم ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۴ غویی ۱۴۰۲ لمريز
    دغه سیمینار چې د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري چمتو شوی ؤ، په کې د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، لارښودونو او د عوایدو لوی ریاست د نویو لاس ته راوړنو په تړاو د کليو ملکانو او اصنافو ته عامه پوهاوی ورکول شو.
    د یادونې وړ ده چې د سیمینار په وروستۍ برخې کې د یادې ولسوالۍ د اصنافو ستونزې واورېدل شوې او پوښتنو ته يې ځوابونه وويل شول چې د حل په موخه به د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ سره شریک شي.