• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د استالف ولسوالۍ اصنافو ته د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار ورکړل شو

    12 ثور 1402
    ۱۱ شوال المکرم ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۲ غویی ۱۴۰۲ لمريز
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ هټيوالو او کسبگرو (اصنافو)، سمييزو مشرانو او عامو خلکو ته د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي سیمینار جوړ او وړاندې شو.
    دغه سيمينار چې د استالف ولسوالۍ په مقر کې جوړ شوی ؤ، د دغه ولسوالۍ ولسوال ښاغلي قاري احمد سهیل جاهد خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې د مالیې د راټولولو په برخې کې پر شفافیت ټینگار وکړ او زیاته یې کړه چې په دغې برخې کې به د یادې ولسوالۍ اصنافو ته د قانون په رڼا کې لا اسانتیاوې رامنځته کوي.
    ورپسې د عوایدو لوی ریاست د استازيو له خوا د مالیاتو د عامه پوهاوي چمتو شوی سیمینار د یاد ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمريت د مالیاتي چارو کارپوه ښاغلي عبادالله درمان له لوري وړاندې شو.
    د سیمنیار په پای کې د استالف ولسوالۍ د اصنافو له خوا پوښتنې او ستونزې شریکې شوې او د عوایدو لوی ریاست د استازيو له خوا پوښتنې ځواب او د ستونزو د حل په موخه یې ډاډ څرگند کړ.