• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ پلاوي اوونيزه غونډه وکړه

    9 ثور 1402
    ۹ شوال المکرم ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۹ غويی ۱۴۰۲ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ پلاوي اوونيزه غونډه د دغه رياست د عملياتي مرستيال او د ګمرکونو او عوايدو معينيت سرپرست ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې د اړوندو رياستونو د رئيسانو او آمرينو په برخې اخيستو د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو تالار کې جوړه او ترسره شوه.
    د غونډې په پيل کې د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال ښاغلي معراج محمد معراج د هرکلي تر څنگ هراړخيز وينا وکړه چې په خپلو خبرو کې وويل: دا چې اوس د مالي کال په سر کې قرار لرو، نو بايد چې په يوه نوي فکر سره خپلو مسؤليتونو ته کار وکړو او په همدې ډول په خپلو ادارو کې خپلو کارکوونکيو ته هم فکر ورکړو چې د عملي اجراآتو خوا ته لاړ شو.
    ښاغلي معراج زياته کړه: په اسلامي نظام کې دندې امتيازونه او څوکۍ نه دي، بلکې مسؤليتونه دي او هغوی چې دغه مسؤليتونه په ښه ډول مخ ته وړلی شي، نو په نظام کې به وي او هغوی چې غفلت او کم کاري کوي، نو مخه يې نيول په کار دي او دا تاسې په خپلو ادارو کې ښه ترسره کولی او کنټرولولی شئ او موږ ته يې رامعرفي کړئ چې پر بديل يې فکر وکړو.
    په دې غونډې کې د غيرمالياتي عوايدو په راڼه ډول د راټولولو له پاره د سيسټم د جوړولو، د حقيقي او حکمي ماليه ورکوونکيو د مالياتي فرار، د ۱۴۰۱ مالي کال د هټيوالو او کسبگرو (اصنافو) د مالياتي تثبيت او درجه بندۍ د بهير د څارنې او نه څارنې د ارزونې او په همدې ډول د ۱۴۰۲ مالي کال له پاره د همدغه بهير د غځېدا او نورو اړوندو مالياتي مسئلو په اړوند بحثونه، د نظرونو تبادله او پرېکړې وشوې.
    د يادونې وړ ده چې د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ له لوري د فوق الذکر موضوعاتو په اړوند اړوندو ادارو ته اړينې لارښوونې وشوې.