• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د دې ریاست له کارکوونکیو سره د کوچني اختر مبارکۍ مراسم ترسره کړل

    5 ثور 1402
    ۵ شوال المکرم ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۵ غويی ۱۴۰۲ لمريز
    د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د گمرکونو او عوایدو معینیت په انگړ کې د دغه معینیت کارکوونکیو ته د کوچني اختر د مبارکۍ مراسم ترتيب او وړاندې کړل او په خپلو خبرو کې یې افغانان اسلامي اخوت او ورورولۍ ته وبلل.
    د عوایدو لوی ریاست رئیس الحاج شېرمحمد مشفق د گمرکونو او عوایدو معینیت له کارکوونکیو وغوښتل چې د اوسني اسلامي نظام د پایښت له پاره باید په اخلاص او ایماندارۍ سره همکاري وکړي او خپلې دندې په صداقت سره مخ ته یوسي او زیاته یې کړه چې په گډه باید له خپلې خاورې په کلکه ساتنه وکړو.