• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د هوټلونو له مسؤلینو سره ولیدل

    30 حمل 1402
    ۲۵ رمضان‌المبارک ۱۴۴۴/ ۲۷ وری ۱۴۰۲
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج، د مالیه ورکوونکیو د خدمتونو رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر او د عوايدو د حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي نداء محمد صدیقي د هېواد د هوټلونو ټولنې له مسؤلینو سره د مالیه ورکوونکیو د خدمتونو ریاست په جومات کې لیدنه ترسره کړه.
    په دغې ناستې کې چې د عوایدو لوی ریاست اړوند د مالیه ورکوونکیو د خدمتونو ریاست په نوښت جوړه شوې وه، د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ ټولو مالیه ورکوونکیو ته او په ځانگړي ډول د هوټلونو مالکینو ته د لا زیاتو اسانتیاؤ د رامينځته کولو په برخې کې خپل ښه نیت څرگند کړ او د ناستې د گډونوالو خبرې او وړاندیزونه واورېدل شول او هغوی ته ډاډ ورکړل شو چې خپله طرحه چمتو او په گډه دې د عوایدو لوی ریاست ته وړاندې کړي چې د هېواد د مالیاتي قوانینو د بياکتنې پر مهال ورته پام وکړل شي.
    ښاغلیو مولا محمد، الله داد یزداني او ذکرالله فرزه‌ای د هېواد د هوټلونو ټولنې استازيو په هېواد کې د تېرې ادارې پر مهال د ځورونو د لېرې کېدو او له مينځه تلو او د ښه امنیت د شتوالي له امله مننه او قدرداني وکړه؛ همدا راز له دې امله چې د نظام مشرانو مالیاتي جريمې معاف کړې دي، د عملي مثالونو په څرگندولو سره یې خپله خوښنه او مننه څرگنده وکړه.
    الله داد یزداني چې د هوټلونو ټولنې يو غړی دی، وویل: په تېر وخت کې مالیاتي جريمو موږ کمزوري کړي وو. يو ځل د يوې ستونزې له امله پر تنخواؤ باندې د دوه سوه پنځوسو زرو (۲۵۰) افغانیو د ماليې نه ورکړې د جبران له پاره اړ شوم چې پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ جريمه ورکړم.
    په پای کې په ډېرې خوښۍ سره یې ژمنه وکړه چې د هېواد د مالي بنسټ د غښتلتیا په برخې کې به له هر ډول غبن څخه ډډه کوي او پر خپل وخت به خپله حقيقي مالیه ورکوي.