• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي پوهنځي محصلینو ته د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار

    23 حمل 1402
    ۲۰ رمضان‌المبارک ۱۴۴۴/ ۲۲ وری ۱۴۰۱
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي پوهنځي د محصلینو له پاره د مالیاتو اړوند د عامه پوهاوي سیمینار جوړ او وړاندې شو.
    تر سیمینار وړاندې د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې محصلین زده کړو ته وهڅوله او دغه سیمینار يې د دوی لپاره ګټور وباله.
    ورپسې هغه سیمینار چې د دوی له پاره چمتو شوی ؤ، د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمريت د مالیاتي چارو کارپوه ښاغلي عبادالله درمان له لوري وړاندې شو.
    د یادونې وړ ده چې د سیمینار په وروستنۍ برخې کې د محصلینو له لوري راپورته شوې پوښتنې هم ځواب شوې.