• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ننگرهار ولايت ته د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د رهبري پلاوي سفر

    20 حمل 1402
    ۱۶ رمضان‌المبارک ۱۴۴۴/ ۱۸ وری ۱۴۰۲
    د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شېرمحمد مشفق په مشرۍ د دې ریاست د رهبرۍ او د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج، د عوایدو د حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي نداء محمد صدیقي او د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا رئیس ښاغلي حافظ شاه حسین حسیني په گډون د روژې مبارکې میاشتې پر شپاړسمې نېټې د جمعې پر ورځ د ننگرهار ولایت مستوفیت له کړنو څخه د لیدنې او د یوې مالیاتي مسئلې د حل په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
    دغه سفر د مستوفیت د مسؤلینو او د جایدادونو د مالکینو تر مينځ د همغږۍ او نېکو اړیکو د ټینگښت په موخه یاد ولایت ته ترسره شو؛ دا چې د ننگرهار ولایت مستوفیت مسؤلین د هغو سیمو د جایدادونو مالکینو د سیمییزو څېړنو او پر بنسټ یې د مالیاتو د سنجش غوښتنکي وو او د جایدادونو مالکینو قناعت نه درلود، ځکه له پخوانۍ ادارې څخه پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د پلي کېدو نه، بلکې د پخواني پاتې شوي پروتوکول د پاتې کېدو غوښتونکي وو.
    د عوایدو لوی ریاست رهبري پلاوي د شرعي مسایلو او اسلامي نظام د ارزښتونو په بیانولو سره د جایدادونو مالکین او د مستوفیت مسؤلین همکارۍ، نېکو اړیکو او د مالیاتي اطاعت پذیرۍ فرهنگ ودې ته لارښوونه وکړه.
    په دغې ناستې کې د ننگرهار ولایت د جایدادونو مالکینو د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دغې پرېکړې ته لبیک ووایه او تللی پلاوی په سلامتۍ سره پر همغې ورځې بېرته کابل راستون شو.