• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ په غزني ولایت کې د روغتیا برخې متشبثینو او هټيوالو له استازيو سره وکتل

    20 حمل 1402
    ۱۵ رمضان المبارک ۱۴۴۴/ ۱۷ وری ۱۴۰۲
    د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شېرمحمد مشفق په مشرۍ د دغه ریاست د عملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج، د عوايدو د حقوقي خدمتونو رئیس ښاغلي نداء محمد صدیقي او د ولایتي عوایدو د همغږۍ او پراختیا رئیس ښاغلي حافظ شاه حسین حسیني په گډون غزني ولایت ته سفر وکړ.
    دغه کاري سفر په حضوري ډول د روغتونونو، د شخصي کلینیکونو د مالیاتي وضعیت د څېړلو او د دغه ولایت د هټیوالو له استازيو سره د لیدو په موخه ترسره شو. دا چې د غزني ولایت روغتونونو او شخصي کلینیکونو مسؤلینو د وضع شوې مالیې د سنجش په اړه قناعت نه درلود، د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د خپلې دندې له مخه له هغوی سره له نږدې وکتل او د عوايدو د حقوقي خدمتونو رئیس پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون او د هغوی له پاره یې د روغتیایي سازمانونو د ناخالصو عوایدو د ټاکلو طرزالعمل تشرېح کړ چې د یاد قانون او طرزالعمل په اړه د معلوماتو په تر لاسه کولو سره هغوی قناعت تر لاسه کړ او د عوایدو لوی ریاست له ورغلي پلاوي څخه یې مننه وکړه.
    د لیدنې پر دوام د عوایدو لوی ریاست هئیت د دې ولایت له اصنافو سره هم وکتل او د معلوماتو په وړاندې کولو سره یې د هغوی رضایت هم تر لاسه کړ.
    په دغې ناستې کې د عوایدو لوی رئیس ښاغلي الحاج شېرمحمد مشفق هم ټینگار وکړ: اسلامي نظام د ترحم او شفقت نظام دی، دغه نظام پر خلکو د مالیې د لوړولو اراده نه لري، په داسې حال چې د تېر په پرتله یې مالیه راکمه کړې او بیا هم اراده لري چې خپلو هېوادوالو او مالیه ورکوونکیو ته لا نورې اسانتیاوې برابرې او په راتلونکي کې مالیه لا راکمه کړي.