• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست په رهبرۍ د دولتي ادارو د باقياتو د تحصيل غونډه وشوه

    18 دلو 1401
    ۱۶ رجب‌المرجب ۱۴۴۴/ ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱
    دغه غونډه چې د عوایدو لوی رياست کفيل او عملياتي مرستيال ښاغلي معراج محمد معراج په مشرۍ او د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين په فعالې برخې اخيستو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې ترسره کېدله، د ديارلسو وزارتونو او درېيو نورو دولتي ادارو د باقياتو د تحصيل په اړه هراړخيز بحثونه ترسره شول.
    ښاغلي معراج د موجود کسر د رفع کولو له پاره د باقياتو تحصيل مهم وباله او ټينگار يې وکړ چې ټول وزارتونه او دولتي ادارې مسؤلیت لري چې د روان مالي کال تر پايه خپل باقیات راټول او د بيت المال حساب ته يې راانتقال کړي او همدارنگه په اړوند يې د ماليې وزارت د هراړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
    ورپسې د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين د هر وزارت او ادارې باقیاتو ته اشاره وکړه او د هر وزارت او دولتي ادارې له استازيو سره يې جدا جدا بحث وکړ او تأکيد وکړ چې عوايدي هدف ته رسېدل د ټولو مسؤلينو دنده ده او بايد کوښښ وشي چې نوموړي باقيات د مالي کال تر پايه راټول شي، ځکه اوسمهال د عاليقدر اميرالمؤمنين د حکم پر بنسټ ټول جرايم معاف شوي او يوازې اصل باقيات پاتې دي چې بايد تحصيل شي.
    د ډېرو تخنيکي او اداري بحثونو په پايلې پرېکړه وشوه:
    – په ټولو وزارتونو او دولتي ادارو کې دې د باقياتو د تحصيل له پاره کاري کمېټې رامينځته شي چې حکومتي باقيات ژر تر ژره راټول شي.
    – هغه ادارې چې پر خصوصي سکټور باندې باقيات لري، هيله ده چې د اړوندې ادارې د باقياتو د تحصيل په برخې کې ورسره مرسته وکړي.
    – ټول وزارتونه او دولتي ادارې مکلفې دي چې د خپلو باقیاتو ليکلړ رسماً د عوايدو لوی ریاست سره شريک کړي.
    په دې غونډې کې پر پورتنيو ښاغليو سربېره لاندېنيو ښاغليو د پوهنې وزارت مالي رئيس ښاغلي مولوي صدرالدين سعد، د مخابراتو وزارت د مالي او حسابۍ رئيس ښاغلي مصطفیٰ نوري، د اترا ادارې مالي رئیس ښاغلي عبدالوهاب تائب، د اوبو او برېښنا وزارت مالي رئيس ښاغلي فيض الله عزيزي، د ټرانسپورټ وزارت د عوايدو آمر ښاغلي مطهري، د کور او ښار جوړونې وزارت د عوايدو آمر ښاغلي رفيع الله، د کورنيو چارو وزارت د عوايدو مسؤل مولوي محمد اسماعيل، د سټنډرډ ادارې په استازولۍ ښاغلي محمد اسحاق سادات، د عامې روغتيا وزارت ارشد متخصص محبوب الرحمٰن او د ملي راډیو ټلویزیون د مالي او حسابۍ آمر ښاغلي حبيب الله شينواري گډون کړی ؤ.