• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د وزارتونو او دولتي ادارو له چارواکيو سره وليدل

    28 جدی 1401
    ۲۵ جمادي‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱ لمريز
    د دولتي ادارو او وزارتونو د ارزښتناکو اسنادو د چاپ په اړه چې د مالیې وزارت له لوري يې مطالعه او څېړنه ترسره شوې دي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ له خوا د دغه وزارت د گمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا محمد ناصر آخند په حضور د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې غونډه وشوه.
    په دغې غونډې کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اداري او مالي معین مولوي دین محمد حقبین، د کانونو او پټرولیم وزارت اداري او مالي معین مولوي حسام الدین صابري، د کرنې او مالدارۍ وزارت مالي رئیس مولوي ضیاءالدین واقف، د هوايي چلند او ټرانسپورټ وزارت اداري او مالي رئیس مفتي حبیب الرحمٰن، د لوړو زده کړو د مالي او حسابۍ چارو رئیس عبدالباري خپلواک، د سترې محکمې د عوایدو آمر دین محمد پیرزاد، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت اداري او مالي رئیس حسن خان، د عدلیې وزارت د همغږۍ چارو لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د کورنیو چارو وزارت د عوایدو آمر محمد اسماعیل سهیل، د سوداگرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکيتونو لوی رئیس قاري محمد زبیر، د معلوماتو او احصائیې ملي ادارې د حسابي او مالي چارو رئیس بازي جان سنگین، د افغانستان بانک عملیاتي مرستیال محمد ادریس رونق، د خوندي اسنادو د چاپ شرکت رئیس ډاکټر محمد خالد مروان، د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج شېرمحمد مشفق، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج او ماليې وزارت د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله امین گډون کړی ؤ، لاندېنۍ پرېکړې وشوې:
    ۱. هغه دولتي ادارې او وزارتونو چې ارزښتناک اسناد یې مخکې له مخکې مطالعه، تحلیل او په معیاري او خوندي ډول ډیزاین شوي، د مالیې وزارت د خزائنو لوی ریاست له لوري دې د چاپ فرمایش ورکړي.
    ۲. هغه ادارې او وزارتونه چې لا تر دې دمه یې ارزښتناک اسناد معلوم، مطالعه او تحلیل شوي نه دي، د خپلو ارزښتناکو اسنادو د معیاري کولو له پاره دې د مالیې وزارت د غیرمالیاتي عوايدو ریاست له تخنیکي ټيم سره دې هر ډول همکاري وکړي چې د دولتي چاپخونو (د خوندي اسنادو چاپ شرکت او صکوکو مطبعې) له لوري ډیزاین او معیاري شي.