• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس او د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال د دې ادارې کارکوونکيو ته وروپېژندل شول

    17 جدی 1401
    د عوايدو لوی رئيس او د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال د دې ادارې کارکوونکيو ته وروپېژندل شول
    ۱۴ جمادي‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱ لمريز
    په هغې غونډې کې چې د مالیې وزارت د گمرکونو او عوايدو معین ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر آخند تر رهبرۍ لاندې او د دغه معينيت اړوند د عوایدو لوی ریاست او د گمرکونو لوی رياست اړوند رئیسانو او آمرینو هم گډون درلود، ښاغلی الحاج شېرمحمد مشفق د عوایدو لوی رئیس او ښاغلی معراج محمد معراج د دغه رياست د عملیاتي مرستیال په حيث د دغه رياست کارکوونکيو ته وروپېژندل شول.
    د غونډې په پیل کې د گمرکونو او عوايدو معین ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر آخند خبرې وکړې او ويې ويل: که چېرې يو څوک پر يوه نوي مسؤليت گومارل کېږي او په هغه مسؤليت کې د خلکو د خدمت مصدر وگرځي، نو په دې کې د الله تعالیٰ رضا ده او که څوک د خدمت مصدر ونه گرځي او په مسؤليت کې بېباکي وکړي، نو بيا دا مسؤليت ورباندې زيات وي او د الله تعالیٰ د ناراضۍ سبب کېږي او پوښتنه به هم ترې وشي.
    د گمرکونو او عوايدو معين په خپلو خبرو کې د عوایدو ریاست د پخواني رئیس ښاغلي معراج محمد معراج کړنې وستایلې او له نوموړي څخه یې له نوي گومارل شوي رئيس سره د مشورې په ورکولو کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
    ورپسې د عوايدو لوی رياست عملياتي مرستيال معراج محمد معراج وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې تغییر او بدلون د ادارې اصل وباله او زياته يې کړه: الله تعالیٰ موږ و تاسې ته داسې ملگری راکړ چې ذکاوت، پاکوالی او پر چارو پوهېدل يې ټولو ته ښکاره ده او ان‌شاءالله چې اوږه په اوږه به ورسره کارونه مخ ته وړو.
    بيا په پرلپسې ډول د گمرکونو لوی رئيس ښاغلي مفتي عبدالمتين سعيد او د ماليې وزارت د بشري سرچينو رئيس مولوی احمدشاه شاکر خبرې وکړې.
    په پای کې د عوايدو لوی رياست له پاره نوی گومارل شوي رئيس ښاغلي الحاج شېرمحمد مشفق په خپلو خبرو کې د کارکوونکيو پر اتفاق و اتحاد، صداقت، اخلاص او پاکوالي ټینگار وکړ او زیاته یې کړه: د يوه نظام پايښت په دې کې دی چې په هغه کې د کارکوونکيو تر مينځ د گډ کار او همکارۍ روحيه پياوړې وي او که چېرې دغه په قربانيو رامينځته شوی نظام پاتېدل غواړئ، نو زموږ په کار کې پاکي په کار ده.
    ښاغلي مشفق په خپلو خبرو کې وويل: که چېرې په يوې ادارې کې يو مسلکي کس واوسي، خو چې ناپاک وي، نو اداره ورسره گډوډېږي او که چېرې په يوې ادارې کې يو نامسلکي کس واوسي، خو چې پاک وي، نو اداره به ورسره ښه روانه وي، ځکه چې اداره به نه فاسدوي او الحمد لله زموږ د چارو په راس کې پاکان دي چې تر فتحې او حاکميت راوروسته مو چارې په ښه ډول سره روانې دي.
    د يادونې وړ ده چې د عوايدو لوی رياست نوی گومارل شوی رئيس الحاج شېرمحمد مشفق تر دې وړاندې د بلخ د مستوفيت چارې پر مخ وړلې.