• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    انجينر خان محمد ذاکر د عوايدو د بررسۍ رئيس وگومارل شو

    21 قوس 1401
    ۱۸جمادي‌الأول ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۲۱ ليندۍ ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د بررسۍ رياست له پاره نوی گومارل شوی رئيس ښاغلی انجينر خان محمد ذاکر د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر آخند له لوري د دغه معينيت د غونډو په تالار کې په رسمي ډول د دغې ادارې کارکوونکيو وروپېژندل شو.
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج محمد ناصر آخند په خپلې پرانستې وينا کې وويل: نن انجينر صاحب خان محمد ته د بررسي رياست مسؤليت سپارل کېږي، لوی امتحان دی او دعا ورته کوو چې الله جل‌جلاله دې په دې امتحان کامياب کړي.
    ښاغلي معين زياته کړه: ځينې خلک چې پر لويو دندو او مسؤليتونو گومارل کېږي، نو خوښېږي، خو دا دې هغوی د ځان له پاره امتحان وگڼي، ځکه چې د لوی مسؤليت بيا لوی حساب ورکول کېږي او چې له دندو او مسؤليتونو څخه بيا لېرې شي، نو خپه شي، خو زه وايم چې شکر دې وکړي چې له اوږو يې يو بار کښته کېږي.
    ورپسې د عوايدو لوی رياست کفيل او عملياتي مرستيال ښاغلي معراج محمد معراج خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې وويل: د تېر نظام پر مهال د بررسۍ رياست په اړه د فساد خبرې کېدلې او اوس به ان‌شاءالله چې دغه اداره مثالي اداره جوړېږي، هيڅ ډول فساد به په کې نه وي او د بررسۍ رياست په قوت کې د نظام قوت رانغښتی دی، ځکه چې دا اداره د نظام د اقتصادي پياوړتيا لامل کېږي.
    ورپسې د عوايدو د بررسۍ نوي گومارلي رئيس انجينر خان محمد ذاکر خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې وويل: په اسلامي نظام کې د اولوالأمر د آوامرو اطاعت لازمي دی او په اسلامي نظام کې هر کوچنی مسؤليت زما په نزد تر ټولو لوی دی.
    ښاغلي انجينر ذاکر زياته کړه: زه له خپلو ټولو کارکوونکيو څخه غواړم چې د دندې پر مهال په درېيو ټکيو دې په ادارې کار وکړي، لومړی دا چې لوی الله جل‌جلاله دې پر خپل سر حاضر و ناظر وگڼي، دويم دا چې دنده دې په اخلاص ترسره کړي او درېيم دا چې زه يا بل کوم رئيس که په ادارې کې حاضر وي، يا ونه اوسي، نو د تقویٰ له مخه دې خپله دنده ترسره کړي.
    د يادونې وړ ده چې تر ښاغلي انجينر خان محمد ذاکر مخکې د عوايدو د بررسۍ رياست چارې د ښاغلي عصمت الله سليمي له لوري پر مخ وړل کېدې.