• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د پانگوالو له پاره د مالياتي هڅوونکيو مواردو په اړوند غونډه وشوه

    20 قوس 1401
    ۱۷جمادي‌الأول ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۲۰ ليندۍ ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت رهبرۍ د سوداگريزو خونو (د سوداگرۍ او پانگونې خونې، د سوداگرۍ او صنايعو خونې، د افغانستان د کسبگرو او هټيوالو ټولنې) له استازيو سره د پانگوالو له پاره په مالياتي قوانينو کې د مالياتي هڅوونکيو مواردو په اړوند د نظرونو د راغونډولو په موخه غونډه وکړه.
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج محمد ناصر آخند په خپلې پرانستې وينا کې د هرکلي تر څنگ وويل: د سوداگرو او ماليه ورکوونکيو د اسانتيا له پاره د اوسني نظام ټول کوښښ پر دې دی چې په مالياتي ادارو کې سيسټمونه ساده او د چارو بهير ټکنی نه شي او موږ و تاسې تل بايد مشوره وکړو او خپل نظرونه سره شريک کړو، ځکه چې د دواړو خواؤ په همکارۍ کې زموږ و ستاسې چارې سمېږي.
    ورپسې د عوايدو لوی رياست کفيل او عملياتي مرستيال ښاغلي معراج محمد معراج خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې وويل: زموږ سوداگريزې خونې دې همکاري وکړي چې زموږ خپل افغاني پانگوال وهڅوي چې سل په سلو کې ټول راشي او پانگونه وکړي او په همدې ډول دا چې زموږ پانگوال په بهرنيو هېوادونو کې پانگونه کوي، نو بايده دي چې موږ بهرني پانگوال هم وهڅوو چې راشي او دلته پانگونه وکړي، ځکه چې دلته د پانگونې له پاره هر ډول بستر چمتو دی.
    ورپسې د موضوع په اړه آزاد بحث ترسره شو چې پر پورتنيو ښاغليو سربېره په کې د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري، د خصوصي سکټور په استازولۍ د سوداگرۍ او پانگونې خونې حقوقي مشاور ښاغلي عبدالسلام کوهي او د افغانستان د کسبگرو او هټيوالو ټولنې مرستيال ښاغلي حاجي شيرين آغا سخي، د اقتصاد وزارت په استازيتوب ښاغلي راشد فرحان او نورو برخه واخيسته.
    په پای کې د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس ښاغلي مولوي ندا محمد صديقي د غونډې د بحث لمنه راغونډه کړه او ويې ويل: ان‌شاءالله چې د دغو نظرونو په پام کې نيولو سره به د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رياست مسلکي کمېټه د مالياتي هڅوونکيو مواردو يوه مسوده ترتيبوي، له خصوصي سکټور سره به يې شريکوي او په راتلونکې غونډې کې به يو وار بيا ورباندې بحث کېږي او تر گډې موافقې وروسته به د منظورۍ له پاره لوړو مقاماتو ته استول کېږي.
    د يادونې وړ ده چې په دې غونډې کې د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو او گمرکونو لويو رياستونو نور منسوبين هم حاضر وو.