• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس د مالياتي محاسبينو سره وليدل

    15 قوس 1401
    ۱۲ جمادي‌الأول ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۵ ليندۍ ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس ښاغلي مولوي ندا محمد صديقي د مالياتي محاسبينو له پاره د فعاليت د جواز د ورکړې د ازموينو په لومړۍ او دويمې دورو کې له برياليو مالياتي محاسبينو سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه ترسره کړه.
    د دغو مالياتي محاسبينو ازموينې تر فتحې وړاندې اخيستل شوې وې چې په هغو ازموينو کې (۵۶) کسان بريالي شوي وو او دغه رياست ته د هغو کسانو د غوښتونکيو له ډلې د مالياتي محاسبينو د نوي طرزالعمل پر بنسټ (۱۲) کسان د فعاليت د جواز د تر لاسه کولو وړ گرځېدلي دي.
    په دې ليدنې کې هغوی خپل وړانديزونه او غوښتنې د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس سره شريکې کړې چې د هغوی هر يوه وړانديز ته د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس له لوري اړينه لارښوونه او همکاري ترسره شوه.
    په دې ليدنې کې ښاغلي صديقي د مالياتي محاسبينو هراړخيز ملاتړ څرگند کړ.
    د يادولو وړ ده چې تر فتحې وروسته د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رياست له لوري د مالياتي محاسبينو له پاره د فعاليت د جواز د ورکړې د ازموينو درې دورې جوړې او ترسره شوې دي.