• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ پلاوي اوونيزه غونډه وکړه

    10 قوس 1401
    ۶ جمادي‌الأول ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۹ لیندۍ ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ پلاوي اوونيزه غونډه د دغه رياست د لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې د اړوندو رياستونو د رئيسانو او آمرينو په برخې اخيستو د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو تالار کې جوړه او ترسره شوه.
    په دې غونډې کې پر:
    ۱. د تېرې غونډې مينوټ ته کتنه؛
    ۲. د عوايدي پلان د تحقق په اړوند راپور؛
    ۳. په سيسټم کې د ارقامو د تنظيم له پاره د اړوندو رياستونو د چارو او کړنو له پرمختگ څخه د ډاډېينې د تر لاسه کولو له پاره د رياستونو د (KPI) اړوند گزارش؛
    ۴. په مالياتي سيسټم کې د نويو دوسيو د ثبت او د د (KPI) گزارش پر بنسټ د تکراري دوسيو له پاره د حل لارې؛
    ۵. د عوایدو لوی رياست د محترمې رهبرۍ د ۱۴۴۴/۴/۲۱ نېټې د يوولسمې گڼې ناستې (۱- ۶) موضوعاتو د لارښود او د ۱۴۴۴/۴/۱۴ نېټې د لسمې گڼې ناستې د (۱- ۴) موضوعاتو د لارښودونو پر بنسټد ۱۴۰۲ لمريز کال د تشکيلاتي طرحې وړاندې کول؛
    ۶. په مالياتي سيسټم کې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ مالي کلونو د (۴۲۰) شا و خوا بنسټونو تکراري دوسيې؛
    ۷. د ادارو د کړنو د ارزونې او د کيفيت د تضمين په موخه د مېکانيزم رامينځته کول؛
    ۸. په بررسۍ کې د اړينو اسانتياؤ رامينځته کول؛
    ۹. د منول (قلمي) تعرفې پر چاپ او وېش؛
    باندې بحثونه، د نظرونو تبادله او پرېکړې وشوې او د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ له لوري د فوق الذکر موضوعاتو په اړه اړينې لارښوونې وشوې.