• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس د پلټنې عالي ادارې له مسؤلينو سره وليدل

    5 قوس 1401
    ۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۵ ليندۍ ۱۴۰۱ لمريز
    د عوايدو لوی رئيس او د گمرکونو او عوايدو معينيت کفيل ښاغلي معراج محمد معراج د پلټنې عالي ادارې د دفتر رئيس ښاغلي مفتي قدرت الله همت او د دغې ادارې د عوايدو د پلټنې رئيس ښاغلي اعجازالحق عزيزي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه ترسره کړه.
    په دې ليدنې کې چې د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري هم موجود ؤ، د پلټنې عالي ادارې استازيو د خپلو چارو په اړه د عوايدو لوی رئيس ته معلومات وړاندې کړل.